
روهي( یوه نۍ/۳ د لیندۍ )، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د کيمياوي وسلو د استفادې پر محکوميت او د استفادې عاملانو ته يې د مجازاتو په نظر کې نيولو باندې ټينګار کړی دی. د دغې شورا غړو د یادو وسلو د استفادې پر موضوع ډيری وخت خپلو کې اختلافات درلودلي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوې ګډه اعلاميه کې چې د دغې شورا د ۱۵ غړو له خوا لاسليک شوې، د کيمياوي وسلو د استعمال پر غندنې او د هغو استعمالونکو ته د مجازاتو په نظر کې نيولو باندې ټينګار کړی دی.
دغه ګډه اعلاميه چې متن يې د بريتانيا له خو چمتو شوی و، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۲مه) په نيويارک کې د امنيت شورا د ۱۵ غړو له خوا لاسليک شوه.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا همدا ډول له ټولو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چې د کيمياوي وسلو د توليد، کارونې، پراختيا او ذخيره کولو د منع پر کنوانسيون باندې عمل وکړي.
د کيمياوي وسلو د منع کنوانسيون په ۱۹۹۳م کال کې تصويب او په ۱۹۹۷م کال په اجرا کې راغي. شمالي کوريا، مصر او سويلي سوډان، هغه هيوادونه دي چې دغه کنوانسيون يې نه دی لاسليک کړی.