د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي چې سپیني ماڼۍ یې ټویټر په خپل کنترول کې ساتلی

روهي(نۍ/۲ د لیندۍ)، امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې د استعفا ورکولو راهیسې سپیمې ماڼۍ د هغه د ټویټر شخصي حساب په پخل کنترول کې ساتلی و. بوگلټن لیکلي: "اوس مې خپل ټویټر حساب چې د ملي امنیت د سلاکار په توگه له اسعفا وروسته په غیر مسؤلانه توگه تړل شوی و، بیرته ازاد کړ." اغلی بولټن مجازي فضا ته پداسې حال کې بیرته راگرځي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حساسو سیاسي شرایطو سره مخامخ دی. د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د ښاغلي ټرمپ د استیضاح لپاره علني غونډې پیلوي او د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار نوم د هغو کسانو په ډله کې یادیږي چې ښایي د استازو د مجلس په وړاندې د ښاغلي ټرمپ او د اوکراین د جمهور رئیس د اړیکو په اړه چې څه پوهیږي، څرگندونې وکړي.