
روهي(نۍ/۲ د لیندۍ)، امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې د استعفا ورکولو راهیسې سپیمې ماڼۍ د هغه د ټویټر شخصي حساب په پخل کنترول کې ساتلی و. ښاغلي بولټن دغه څرگندونې د جمعې په ورځ نومبر ٢٢ په خپل ټویټر لیکلي دي. بوگلټن لیکلي: "اوس مې خپل ټویټر حساب چې د ملي امنیت د سلاکار په توگه له اسعفا وروسته په غیر مسؤلانه توگه تړل شوی و، بیرته ازاد کړ." هغه زیاته کړه: "سپینې ماڼۍ (له استعفا وروسته) هیڅکله هم زما شخصي حساب ماته بیرته رانکړ. د ټویټر (له شرکت) نه د خپلو معیارونو د مراعت کولو او دا چې زما د حساب کنترول یې بریته ماته راکړ، منندوی یم".