
روهي(نۍ/۲ د لیندۍ)، په هند کې د یوه ښوونځي سر ښوونکي له هغه وروسته له دندې ګوښه شوی، چې په ټولګي کې یوه زده کونکې د مار له چیچل کېدو وروسته ووژل شوه. د زده کونکې شهیلا شیرین کورنۍ او ټولګیوال تور پورې کوي چې د ښوونځي مسوولینو د هغې ټپ جدي نه و بللې او روغتون ته یې نه وه لېږدولې. ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، مار د ټولګي د غولي په یوه غار کې پټ و. د ماشومې کورنۍ وايي، دوی د مار زهرو ضد درملنې لپاره دریو روغتونونو ته لاړل، خو د درملو له نه موندلو وروسته څلورم هغه ته پر لاره و، چې ماشومې ساه ورکړه. اوس ځايي چارواکو د ښوونځیو مسئولینو ته امر کړی چې د ښوونځیو ساحې له مارانو او نورو خځندوو پاکي کړي. د کیرالا بشري حقونو ادارې په ګډون اوس یو شمېر چارواکي او سیاستوال د دغې پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې کوي