د ویدا قبیلې د نیکونو ککرې چې قابو ۲۰۰ کاله پخوانۍ دي د هغو پاتې شویو ته وسپارل شوې

روهي(ني/۲ د لیندۍ)، اډنبرا پوهنتون د شري لنکا یوې قبیلې د نهو مړیو ککرۍ د هغوی اولادونو ته سپارلې دي. ماهرین وايي، دغه هډونه د شري لنکا د 'ویدا ' قبیلې د نیکونو دي چې ښايي ۲۰۰ کاله پخواني دي. ویل کېږي دغه ککرۍ له نژدې یوې پېړۍ راهیسې د پوهنتون په هغه ټولګه یا کلیکسون کې ایښې وې چې د انساني بدن غړي پکې ساتل کېږي. په جرمني کې یوې څېړنې او دغه راز د اډنبرا پوهنتون معلومات ثابتوي چې ویدا قبیله د شري لنکا له لومړنیو اوسېدونکو دي. دغه معلومات دا هم ښيي چې د دغې قبیلې خلک د خوړو لټون لپاره په باراني ځنګلونو کې له نورو انسانانو لېرې اوسېدل څېړونکي وايي، د دغې قبیلې د پخوانیو دودیز ژوند د کورنیو جګړو او ځمکو له لاسه وتلو له کبله د دوو نسلونو ژوند په موده کې بدل شوی دی. بل لور ته د پوهنتون اناتومي څانګې مشر پروفیسر ټام ګیلینګواټر وايي: ''زموږ دغه ټولګه د څېړنې لپاره استعمالیده او اوس موږ ډېر خوښ یو چې له کلتوري اړخه دغه مهم پاتې شوني ویدا خلکو ته بېرته ورکوو، ځکه چې دا به راتلونکو نسلونو ته د ویدا میراث په توګه وښوول شي