په رومانیا کې د ژویو لخوا د انسانانو ژوند ته ګواښ

روهي(نۍ/۲ د لیندۍ)، په رومانیا کې په دې وروستیو کې د وحشي یږو لخوا پر انسانانو بریدونه ډېر شوي، او دا اندېښنه پیدا شوې چې د دې ځناورو نفوس له کنتروله وتلی. یوازې په تېره میاشت کې په رومانیا کې، چې په اروپا کې د خوندي شویو یږو تر ټولو ډېر نفوس لري، درې کسان د دې ځناورو لخوا وژل شوي دي. چارواکي وایي، د دې یږو نفوس باید کنترول شي، او ځینو سیاستوال خو د "یږو پر ضد جګړې" وړاندیز هم کړی دی. په رومانیا کې د یږو ټول نفوس شاوخوا شپږ زرو ته رسېږي، او دې وروستیو کې پر انسانانو بریدونو او نورو پېښو کې ډېروالی راغلی ه تېر یوه کال کې د یږو لخوا د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته رسېږي، او پر انسانانو لسګونه نور بریدونه هم شوي دي. رومانیایي چارواکي وایي، په ځینو سیمو کې بزګر د یږو له وېرې په ډاډه زړه خپلو کروندو ته نشي تللی، او خپلو کلیو کې ازاد نشي ګرځېدلی.