د ایران جمهور ریس مرستیال د سیمي په هېوادونو تور پورې کړی چې د حکومت ضد مظاهرو کې لاس لري

روهي(نۍ/۲ د لیندۍ)، ایران د جمهور رئیس مرستیال اسحاق جهانگیري د فارس نیمه رسمي خبري اژانس ته ویلي: "د سیمې یو شمیر هیوادونه باید پدې پوه شي چې که داسې شواهد ترلاسه کړو چې د ایران په بې ثباتۍ کې یې لاس وهل ثابته شي ژوند به یې په سیمه کې سخت شي". په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې چې د تیلو د بیې د لوړیدو او د تیلو د ځیره کولو په غبرگون کې پیل شوي په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي. بلې خوا سپاه پاسداران انقلاب ویلي چې په کرمانشاه کې د مظاهرو په ارامولو کې یې د امنیتي قواو سره مرسته کړې ده او ادعا یې کړې چې د مظاهره کوونکو په منځ کې "امریکایي اجنټان" هم وو. د سپاه پاسداران قوماندان بهمن ریحاني د تسنیم خبري اژانس ته دا هم ویلي چې: "بلوا کوونکي د انقلاب ضد ډلو (جلا وطنه اپوزیسیون) او د امریکا د استخباراتو پورې مربوط کسان دي".