
روهي( نۍ/۲ د لیندۍ )، د اسلام د چارو کارپوه، بسام طيبي د پنجشنبې په ورځ يوه جايزه تر لاسه کړې ده. علت يې په اروپا کې د اسلام په هکله د هغه دغه لاندې نظريات دي.
بسام طيبي ۷۵ کلن دی او اصلا د سوریې دی. نوموړي د (پلان سېکور) په نوم د مالي چارو د مشورتي شرکت له خوا د ۲۰۱۹ کال د «متفکر» جايزه تر لاسه کړې ده. دغه سياست پوه په خپلو اثارو او ليکنو کې ډېر پخوا لا هغو خطرونو ته اشاره کړې ده چې اروپا ته د ځينو مسلمانانو د کډوالۍ له وجې متوجه دي، په تېره هغه کسان چې نه غواړي دلته مدغم شي. دغه خبره د ژوري پلاوي د دليل په توګه راوړې ده.
د دغې ژوري په خبره اسلامي بنسټ پالنې ته د ځواب په توګه، بسام طيبي د يوه اروپايي حاکم فرهنګ غوښتنه کوي او د يوه عصري اروپايي اسلام لرليد يې هم رامنځ ته کړی دی.
له دغې جايزې سره ۱۰ زره يورو د انعام په توګه تړلي دي. دغه نغدي جايزه د دې له پاره په نظر کې نيول شوې ده چې يو خيريه کار ورباندې وشي.