جینپینګ: د امریکا متحده ایالتونو سره د تجاري جګړې نه ډاریږو

روهي( نۍ/۲ د لیندۍ)، د چین ولسمشر : د تجاري جګړې د مخنیوي هلې ځلې کوو خو د تجاري جګړې ډار هم نلرو
 
هغه وویل غواړو چې د امریکا سره تجاري تړون لاسلیک کړو خو د واشنګټن لخوا د تجاري جګړې د پیلولو نه هم ډار نلرو. د هغوې د هرې حملې په مقابل کې به حمله وکړو.
 

هغه دا څرګندونې په پلازمینه بیجینګ کې د امریکايي تجاري هیئت سره چې د بلامبرګ نوي اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه چین ته راغلي وو په لیدنه کې وکړې. هغه وویل چې هیواد يي د تجاري مذکراتو په اړه هر وخت هر کلی کوي.
 
هغه زیاته کړه " لکه څرنګه چې مې تل ویلي دي مونږ نه غواړو چې تجاري جګړه پیل کړو خو د تجاري جګړې ډار هم نلرو. د اړتیا په صورت کې متقابل ګامونه هم اوچتوو. خو بیا هم د تجاري جګړې د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوو. " هغه زیاته کړه چې د متقابل درناوي او مساواتو پر بڼسټ ولاړ د تجاري تړون په خاطر هڅه کوو.