
نړيوال پوليس يا (INTERPOL) چېرته دي او څه دنده لري؟
ډاکتر نېک محمد ويال
نړيوال پوليسو ته په انګليسي کې The International Criminal Police Organization وايي چې لنډ نوم يې (ICPO) دی خو تر ډېره ورته د (INTERPOL) کلمه کارول کيږي. دغه ارګان له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۳ز کال کې جوړ شو، چې دنده يې د نړۍ په کچه پوليسي همکاري او د جرمونو کنټرول دی. د انټرپول مرکزي دفتر د فرانسې په لوين ښار دی؛ چې د ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، انساني جرمونو، ترهګرۍ، نشه يي توکو، سايبري جرمونو، سياسي فساد، کاپي حقوق او مالي فساد سره مبارزه په اړه يې مسووليت لري.
په ۲۰۱۷ کې د انټرپول کلنه بودېجه ۱۲۷ مېلېونه ډالره وه. دغه ارګان کې ۱۹۴ هېوادونه غړيتوب لري او د کارمندانو شمېر يې تر اووه سوه کسانو زيات دی. د (INTERPOL) د منشور اړوند دغه پوليس بايد د سياسي، مذهبي، قومي او نورو مسايلو لېرې او خپلواک اوسي. اوسنی مشر يې د سويلي کوريا د پوليسو يو افسر کېم جونګ يان دی.
انترپول د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې او امنيت شورا د اصولو سره په سمون کې کار کوي او دوی اجازه نه لري چې کوم کس د خپلو پوليسو په وسيله ونېسي. انترپول د جرمونو او غېرې قانوني کړنو په اړه مالوماتو ټولوي او له اړونده ادارو سره يې شريکوي. د انترپول ټول مالومات په فرانسه کې د دوی مرکزي ډاټابېس ته استول کيږي. انترپول د Red Notice په نوم سره سېستم لري، چې د غوښتل شوي يا Wanted کس په اړه مالومات شريک کوي. Red Notice انترپول پوليسو ته د کوم کس د نېونې او يا هم زندان ته د اچولو اجازه نه ورکوي، خو په دې برخه کې د اړوند هېواد له پوليسو سره مرسته کوي.
د انترپول له نيمي ډېره کلنۍ بودېجه غړي هېوادونه ورکوي، خو نړيوالې ادارې لکه ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه، د افريقا ټولنه او نور يې مالي ملاتړ کوونکي دي. افغانستان په ۲۰۰۲ زکال کې د انټروپول غړی شو چې نېږدې سل کارمندان يې په افغانستان کې دي. افغانستان کې د انټروپول پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې کار کوي.