پر لومړي وزير (بنیامین نتنیاهو) د فساد، رشوت او اختلاص تورونه

روهي (جمعه/۱ د لېندۍ)، د لومړي ځل لپاره د اسرائيلو په تاريخ کې د دغه هېواد يو لومړی وزير د فساد، بډې اخیستلو، اختلاص او اعتبار ماتولو په کړنو تورن پېژندل شوی دی.

دغه تورونه په رسمي ډول د ياد هېواد لوی څارنوال اویشای مندیلبلیت پر لومړي وزير پوري کړي دي. ښايي د دغه تورونو په ثبوت سره لومړی وزير له دندې ګوښه کېدای شي.

لومړي وزير (بنیامین نتنیاهو) په هر ډول فساد کې لاس لرل رد کړي او ياد تورنه يې له حقيقت لېرې بللي دي.