ټرمپ او عمران خان پر افغان سولې خبرې کړي

روهي (جمعه۱ د لېندۍ)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ټيلوفون پر کرښه پر افغان سولې خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزير دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې لومړي وزير عمران خان د امريکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او دا يې د سولې لپاره يوه ښه هڅه بللې ده. عمران خان ټرمپ ته يو ځل بيا ډاډ ورکړی دی چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري وکړي.

د يادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر ټرمپ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ټيلفوني خبرې کړې او د امريکايي پوهنتون د استادانو د خوشي کېدو په پار يې له ولسمشر غني مننه کړې ده.

ټرمپ همدا ډول افغان ولسمشر ته د امريکا د رسمي سفر بلنه ورکړې ده چې افغان لوري هم له مننې سره منلې ده.