د عراق تاوتريخوالی: اووه کسان وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپيان دي

روهي (جمعه/۱ د لېندۍ)، عراق کې د حکومت ضد لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي دي چې په وروستي تاوتريخوالي کې اووه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

دغه حکومت ضد د لاريونونه له تېرو څو مياشتو روان دي، چې تاوتريخوالو کې يې ۳۵۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د لاريونونو تمرکز پر پلازمېنې بغداد دی او خلک ادعا کوي چې حکومت يې حقوق تر پښو لاندې کوي، ادارو کې پراخه فساد او په لسګونه نورې ستونزې شته دي چې حکومت يې د حل په لټه کې نه دی.