
روهي(پنځه نۍ/۳۰ د لړم)، په سپینې ماڼۍ کې چاروکي وایي هغه کس یې نیولی دی چې هڅه یې کوله سپینې ماڼۍ ته ننوځي. د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ساتونکو څانګې په خپل ټویټر کې د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۱) لیکلي دي چې یوه سړي هڅه کوله چې سپینې ماڼۍ ته داخل شي. لا د دغه سړي هویت معلوم نه دی او نه هم ویل شوي دي چې دا پېښه کله شوې ده. د سپینې ماڼۍ ودانۍ د واشنګتن ډي سي په زړه کې ده چې چارچاپېره يې کلک امنیتي تدابېر نیول کیږي. دغلته ولسمشر ټرمپ، مرستیال او نور مهم مشاوران یې کار کوي. ي یو حکومتي موټر د سپینې ماڼۍ انګړ ته د ننوتلو په حال کې وو چې دغه سړي ورپسې سم د ننوتلو هڅه وکړه. وايي مخفي پولیسو سمدستې نیولی او بندي کړی یې دی.