د سوریې تېلو ګټه به امریکا اخلي

روهي(پنځه نۍ/۳۰ د لړم)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تمه لري چې امریکايي ځواکونه سوریه کې وي تر هغه به د دې هېواد له تېلو میاشتني ترلاسېدونکي میلیونه ډالر عاید ګټه امریکا ته رسېږي. په ځواب کې د سوریې ولسمشر بشار اسد امریکا د خپل هېواد "د تېلو په غلا" تورنه کړه او ملاتړي روس یې د امریکا دا اعلان "نړیواله حکومتي لوټماري" وبلله. د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا پوځ نه یوازې له اسلامي دولت بلکې د سوریې او روسیې له حکومتي ځواکونو هم تيل وساتل. په د مهال روسیې ځواکونه د سوریې حکومتي سره همکاري کوي چې پر دې زېرمو بیا ولکه وکړي. پر ۲۰۱۸ کال مسکو کې دواړو هېوادونو یو تړون وکړ چې پکې مسکو ته د سوریې د تېل او ګاز برخې د بیارغولو حق ور کړل شو.