د پښتنو د بدو  رواجونو دوام

روهي(پنځه نۍ/۳۰ د لړم)، د پېښور بډه بېر سیمې پولیس وايي، یوه ځايي اوسېدونکي عبدالرحیم پر خان اصغر نومي سړي تور پورې کړی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د ده لور نه پرېږدي چې واده وکړي او د یوه ځايي دود 'غږ ' له کبله د دوی کورنۍ ته اجازه نه ورکوي چې خپله لور ناهید واده کړي. لیس وايي، تورن سړي خان اصغر د ځايي دود 'غږ ' له مخې اعلان کړی چې له ۲۸ کلنې ناهید سره به واده کوي او بل هېڅوک باید د دغې نجلۍ لپاره مرکه و نه لېږي. د پښتو ژبې اصطلاح 'غږ ' د پښتونخوا په ځینې سیمو کې اوس هم د یوه داسې دود په توګه پاتې دی، چې یوه سړی د اعلان په توګه له یوې نجلۍ سره د واده کولو 'غږ ' کوي او نور خلک له دغې نجلۍ سره له واده کولو راګرځوي.