
روهي(پنځه نۍ/۳۰ د لړم)، په عراق کې چارواکي وایي نن په بغداد کې لږ تر لږه څلور مظاهره چیان ووژل شول. پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره ډزې کړي دي چې شاوخوا ۴۸ نور مظاهره کوونکي ژوبل شوي هم دي. په دې سره د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې د مظاهرو د پیل راهېسې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته ورسېده. امنیتي چارواکي وایي مظاهره کوونکي د بغداد ښار مهمو نقطو ته ورغلې لارې او پلونه بند کړي دي. دغه پلونه او لارې د حکومت مهمو دفترونو، سفارتونو او نورو نړیوالو ادارو ته ځي.