د امريکايانو په پوځي اډو کې هوايي بالون يا (JLENS) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال
هېواد ته د امريکايانو په راتګ سره به مو د دوی په پوځي اډو کې الوتکې ته ورته سپين رنګه بالونونه لېدلې وي چې خلک ورته بيلا بیل نومونه اخلي او په اړه يې مختلفې خبرې لري.
د دغه هوايي بالون يا پوکاڼي نوم (Joint Land Attack Cruise Missile Defense Elevated Netted Sensor System) دی چې لند نوم يې (JLENS) لېکل کيږي. دغه سېسټم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۸ز کال امريکا جوړ کړ او د يو منځني بالون بيه ۱۷۵ مېلېونه امريکايي ډالر ده. (JLENS) هوايي سېسټم د کښتيو، ځمکنيو وسايلو، کروز توغنديو، او د نورو ګواښونو د کشف وړتيا لري او په همدې موخې جوړ شوی دی. دغه هوايي سېسټم ۲۴ ګړۍ، د ۳۶۰ درجې، او تر ۵۵۰ کيلو متره پوښښ لري. يو منځني (JLENS) بالون له ۱۷ زره مکعب متر (17,000 cubic m) نه سوځېدونکي (non-flammable) هليوم ګاز څخه ډک وي.
د (JLENS) بالون دننه فشار د هغې د بهرني فشار په اندازې دی، چې له امله يې دغه بالون پر هوا وي او په ستونزمنه توګه په ځمکه کيني. د امريکا متحدو ايالتو د خپلو ښارونو په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې (JLENS) سېسټم ځای پر ځای کړی دی، چې د مزايلو مخنيوی پرې وکړي.
د افغانستان په څېر هېوادونو کې د دغه بالون په اړه اندېښنه دا ده، چې د افرادو انځورونه اخلي او کولی شي چې د موبايل تيلفون له لارې يو چا ته لاس رسی پيدا کړي او مالومات يې راټول کړي، خو ځيني امريکايي پوځيان وايي چې په ياد بالون کې انځور اخېستونکې کمرې نه دي ځای پر ځای شوې او نه هم شخصي ډاټا ته لاس رسي لري، بلکې لومړنۍ موخه او ماموريت په هوا پورې د اړوند ګواښونو لکه الوتکو، توغنديو او نورو کشف دی. خو په ورته وخت کې دوی دا هم وايي چې (JLENS) بالون په دويمه درجه کې د ځمکې او اوبو د مخ ګاډې، کښتۍ او نور وسايل تر خپل نظر لاندې نيسي. ځيني شنونکي وايي چې (JLENS) بالون د وسلو د لېږد او توغولو وړتيا هم لري، خو نور دا خبره ردوي او زياتوي چې دغه بالون يوازې د کشف وړتيا لري او نور څه نه شي کولی.
د بالونکي جوړونکي وايي چې دغه ټېکنالوژۍ د هر ډول اوبو او هوا پر وړاندې مقاومت ښيي او کولی شي، چې د هغه باد پر وړاندې هم پر خپل ځای پاتې شي، چې سرعت يې په يو ساعت کې ۱۰۶ (106 mph) ميله وي.
ستونزې:
که څه هم د (JLENS) توليدي کمپنۍ په دې برخه کې ډاډ ورکوي، خو د سخت په باد په حالت کې د بالون خلاصېدل، د سافټ وير پروګرامونو ستونزې او له نورو هوايي څيزونو سره ټکرونه د (JLENS) بالون نيیمګړتياوې شمېرل کيږي.
وروستي