ټولنيز جنسي تعاملات

که د انساني جوړښت پېچلتاوو ته ځير شو نو د ځاني خلقت په اړه د حېرانتيا سربېره به مو د طبيعت په وړاندې ذهنيت او په ټوله کې د انساني نړۍ په اړه نړۍ ليد بدلون و مومي، د انساني جوړښت د نورو پېچلتياوو سربېره يې يو پېچلي اړخ هم د جنسي اړخه د انسانانو جوړښت دي، انسانان د جنسي بدلونونو له اړخه په دوو جنسونو کې رامنخ ته شوي، او په ورته وخت کې داوړه جنسه انسانان اړ دي چې د خپلو جنسي غوښتنو د پوره والي لپاره يو بل ته نږدي شي او د دې نزديکيت په پايله کې هڅه کوي چې مقابل جنس ته خپلې غوره او برجسته جسمي، ټولنيز او جنسي ځانګړنې ور وښئيي، د افغانستان پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې د دې چارې د ترسره کولو لپاره انسانان د پوره ازادي څخه برخمن دي، او دواړه جنسه په اساني سره يو بل ته د خپلو ځانګړنو په ښودلو سره توافق کوي، چې د دې کار پايله واده او د مينې جنسي اړيکې او داسې نور.... وي، اما د کړنو په ټولنيز جوړښت کې د توپيرونو د شتون له امله په افغاني ټولنه کې داچاره نه شي ترسره کېدي، او که فرضآ ترسره هم شي نو د دې چارې په وړاندې دومره شديد فرهنګي، ټولنيز، قانوني او مذهبي غبرګون ښودل کېږي چې ځينې وخت انساني خوله يې په ويلو کې وړه او انساني الفاظ يې د توضيح څخه عاجز وي، مګر د دومره محدويتونو سربېره بياهم انسان له خپل فطري جوړښت د مسير څخه نه شي وتلي او اړ دي چې په هره لار وي خپلې جنسي غوښتنې د ارضا يا پوره کېدو تر حالته ورسوي، د دې لپاره چې په افغاني ټولنه کې دا چاره قانوني او ټولنيز بڼه غوره کړي په ټولنه کې د ټولنيز تعاملاتو او راټولېدونکو غونډو او ډلګيو، د راټولېدو ټولنيز مراکزو او نور... څخه چې د ټولنيز تعاملاتو بنسټيز ځايونو څخه دي کارول کېږي، چې موږ يې د واده او ښوونيزو مراکزو د تړاو تر بحث لاندې نيسو:

ودونه
په ودونو کې انجونې ځانونه سينګاروي. دا سينګار په عادي وخت د انجونو لپاره ناممکن وي د سينګار تر په ودونو کې ځوانان او انجونې کولي شي يو بل وګوري او خپل انتخاب وکړي، د جمال د مظاهرې سربېره انجونې کولاي شي د اخلاقو مظاهره هم وکړي. انجونې کوښښ کوي د هلک له مور او خور سره د ښه چلند څخه په ګټه اخيستنې د هغوي په زړونو کې خاي خپل کړي، سره له دې چې ډېري وخت دغه کار جنسي انګيزه لري او بايد مقابل جانب ته وښودل شي يا هم له هغه سره داسې چلند وشي خو د کور د ښځينه وو سره د دې لپاره کېږي چې زموږ په ټولنه کې د ځوان هلک د واده او جنسي غوښتنو د پوره کېدو برخليک د مور او خور په لاس کې ويو يا په بله ژبه د دې چارې ترسره کول د دوي مسؤليت ګڼل کېږي، او له بلې خوا زموږ په ټولنه کې اکثره ځوانان خپل د انتخاب اظهار خپلې مور او خور ته کوي همدا خويندې او ميندې دي چې د انجلې او هلک د روابطو په پخولو کې ټاکونکي نقش ادا کوي، انجونې په ودونو کې د هلک کوچنيو خويندو سره عاطفي برخورد کوي، د لويانو خويندو سره يې د ملګرتيا تعلقات غزوي او د هلک مور سره د يوې ښې همکارۍ رول ادا کوي، د دې لپاره چې د خپلو غوښتنو د پوره والي د مقابل جنس سره د خبرو بديله لاره همدا ويني، نو په همدې اساس ويلي شو چې واده د ټولنيز تعامل يو اساسي رُکن او د جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره د مرجع په توګه کارول کېږي.
 
مکتب او مدرسه
ښوونځي او مدرسه چې زموږپه ټولنه کې د جنست له مخې يوې ډلې ته مختص کېږي، دا هغه مراکز دي چې د يو جنس د ټولنيزو تعاملاتو ټاکوونکي وي، زموږ په ټولنه کې ډېري داسې پېښې هم شوي چې يو هلک د خپلې خور له همصنفې سره نامزاد شوي وي، دليل يې د خور له خوا دوامداره صفتونه دي خور، مور او کورنۍ هغه څوک دي انسان پرې اعتماد کوي او خبره يې مني.

دا راز ملګرې او خواهرخوانده ګانې زموږ په ټولنه کې ټولنيز روابط په ډير ښه شان سره ادا کيږي، د زياتو ځوانانو انتخاب هم د خپلو خويندو خواهرخوانده ګانې وي داسې به مو حتماً له ځوانانو څخه اوريدلي وي چې ويلي يې وي ما خپله کور ودانه هله انتخاب کړه چې موږ کره راغلې وه پلانې رنګ جوړه يې په تن وه ډيره ښه ښکاره کيده ما مې خور ته وويل د هغې هم خوښه وه او نور نور...

د نرانو انتخاب ته که راشو نو په نرواکه ټولنه کې خو نر بادشاه وي له انتخاب څخه يې د رد واقعات ډير اورو هلکان څنګه رد او انتخاب کوي موارد يې په لاندې ډول دي.

۱-د کوچني والي کوژدنې نارينه په اسانۍ کولاي شي د کوچني والي کوده رد کړي د انتخاب او نه انتخاب حق خو له نارينه وو سره محفوظ دي.مګر زنانه وو لپاره به دا عار او شرم وي چې په نرواکه ټولنه کې دې رد او انتخاب وکړي دا هماغه د لاټرې کيسه ده د هلک ښه وي او که بد د انجلۍ د غاړې ځنځير دي خلاصون يې تر ډيره ترې ناممکن دي د انجونو رد په دې اړخ کېد بديو او دښمنيو سبب ګرځېدلي دي.

۲-په ځوانې کې د مور،پلار، ورور او نورو مشرانو له خوا پيشنهاد شوي اړيکې. د هلک او نجلۍ کرکټر دلته په هماغه پورتني شکل دي.

۳-په خپله د ځوان له خوا انتخاب شوي اړيکه دا اړيکه هم د ځينو مشکلاتو سره مخ کيږي هغه د لويانو خبره په يو ځل او زر چاته مينه مه ورکوي بل وخت او بل ځل به بيا څه ورکړي؟ځوانان کوښښ کوي چې خپله مينه او ښه والي په لنډ وخت کې اظهار کړي مګر دا کار د په د ځينو انجونو شخصيتي خصوصياتو ته په کتو سره ډير تاوان اړونکي وي ځينې ايګو ځپلې انجونې خپله خوږه مينه په خپل نيستمن کبر له لاسه ورکوي.