سیاسي ځواک د یوشمیر وسایلو، اغېزو او فشارونو څخه عبارت دی، چې د کارونې پروخت د خپل محسوس شکل یا بڼې له مخې پېژندل کېږي، د دولت سیستم په څېر د سیاسي سیستم او یا ډلییزو رسنیو په واسطه د پېژندلو وړ دی، سیاسي ځواک زموږ په ټولنه کې روانه پروسه ده، او د ټولنې خلک د سیاسي ځواک یو له معتبرو او غوره سرچینو څخه دي، دولتي چارواکي، سیاسیون او د دولت اپوزیسیون خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د دې د نورو سرچینو په پرتله له دې سرچینې څخه په پراخه پیمانه استفاده کوي، چې د هېواد په هر ګوټ کې د دې مسألې بېلګې د قومي اړخ په لرلو سره د لیدو وړ دی.
په دې وروستیو کې همدا قوتونه( سیاستمداران، چارواکي او اپوزیسیون) په ټولنه کې د تور بازار په رامنځ ته کولو سره شعوري خلک هم د قومي مسألې ښکار کړل او خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره ترې ګټه پورته کړ، اوس پوښتنه داده چې زموږ په ټولنه کې ولې خلک د تش په نوم سیاسینو لمن نیسي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پورتنی خبرې بیا یادول اړین دي چې په ټولنه کې د شایسته سالاری اصل تر پښو لاندې شوی او تور بازار حاکم دی، وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او په د هوسا ژوند لرلو لپاره یو شمیر اړتیاوې لري چې په دې حاکم تور بازار کې د همدې ناوړه خلکو څخه پوره کولی شي، په افغانستان کې د قومي شخړو, ناخوالو او ناپوهي او نورې وجهې هم له دې مسالې داسې زېږي،
اوسمهال په افغانستان کې د سیاسي مشارکت او منځلاری د ساتلو لپاره وضع شوي اُصولو ته ژمنتیا نشته، د هر قوم سیاستوال د خپل سیاسي نفوس د ساتلو لپاره د سیاسي ځواک منبع( بشري سرچینه) ته اړتیا لري، او د د دې لپاره چې وګړي خپل اړتیاوې پوره کړي د سم او ناسم تفکیک ته په نه پاملرنې د داسې یو چا ملاتړ کوي چې د خپلو ګټو لپاره د هېواد قومونه د یوبل ویني ته کینوي، داکار د اقلیتونو د کم راوستلو یا حاشیې ته وړلو سبب کېږي، بالاخره د دې کړنې په دوراني جریان کې د حق غوښتنې قومي پاڅونونه رامنځته او د قومي شخړو سبب کېږي.
سیاسیون، اپوزیسیون او چارواکي د ځواک د ترلاسه کولو په موخه په خلکو کې د اغېزې ښیندلو هڅه کوي، خو دا اغېز هغه وخت په اغېزمن ډول خپرېږي چې موخه یې ټولنې او د ټولنې وګړیو ته مشروع ترسترګو شي، له هغه ځایه چې زموږ په ټولنه کې د سیاسي بصیرت د نشتون سربېره بېسوادي، حاکمه او فقر اوج ته رسیدلی، خلکو ته هم د شخصي ګټو خوندیتوب مشروع بریښي، او د ځان سربېره ورته د نورو سیاسونو موخې هم د منلو وي، ښه بېلګه یې پارلماني ټاکنو کې د قومي تړاو پر بنسټ د رایې کارول او د دې لارې د پوه او وړو خلکو حاشیې ته کول وو چې دې ډله خلکو ته یې د اقلیت توب حس ورکړ.
سیاسي ځواک څنګه ساتل کېږي؟
غیر دیموکراتیک حکومتونه په دې برخه کې د دې غوښتونکي دي چې خلک یو یا یوځای و ویني یایې داسې څرګند کړي، ترڅو د حکومت د ټینګښت او تلپاتې والي تصور د خلکو اذهانو کې ځای پرځای کړي، په دې حالت کې د حاکمې طبقې ټول حکمونو ته د عمل جامه اغوستل کېږي، او واک ته رسیدونکي هر څوک د ټولنې کنټرولونکی وي، مګر په افغانستان کې سره له دې چې د یو والي ادعاوي د ټولو خواوو لخوا کېږي، بیاهم ټولنیز او سیاسي واټنونه د اقوامو ترمنځ شتون لري چې دا پدیده په سمتي ډول د سیاسي ځواک ساتلو ته موږ متوجه کوي چې اوسمهال هم شتون لري، چې دا مساله بیا په استبدادي ډول د ځواک د ساتلو ښکارندويي کوي.
د دې لپاره چې داپدیده له منځه یوړل شي لومړی د دې پدیدې د رامنځ ته کوونکو لاملونو له منځه وړل اړین دي، چې په دې برخه کې د وګړو د اذهانو سربېره ډېر شمېر ټولنیز مجبوریتونه او د اړتیاوو د پوره کېدو محور باید بدل شي، ترڅو دا موجوده ناوړه سیاسي ځواک له منځه یوړل شي او ورسره سم د افغانستان د ګڼو قومونو ترمنځ واټن د له منځه وړلو سبب شي.
د ملت رول په دې برخه کې په تقریبي ډول سره قرباني ورکولو سره ادآ کېدی شي ترڅو د تخصصي پوهې څخه برخمن کېدو سره سیاستمدار واک ته ورسوي او د واک تر پایه یې په وړاندې داسې جریانونه ونه کاروي کوم چې دی( سیاستمدار) د کار پرځای لکه د اوسني حالت واک ساتلو ته متوجه کړي، چې د دې کار پایله د قومي سیاست ایجاد او د مشخصو اقوامو لخوا واکدارن پالل کېږي چې په ترڅ کې یې د قومي واټن ایجادونکي لاملونه، لکه تعصب، تبغیض، نسبي محرومیت، یو د بل نه منل او نور... رامنځته او حالت د ښو څخه د بدو په لور روانیږی.
ملت باید څه وکړي
۱: د لنډمهالې هوساینې پرځای اوږد مهال او د راتلونکي نسل هوساینې ته ترجیح ورکړي.
۲: د هېواد زعیم په ټاکلو کې قومیت د معیار په توګه ونه ټاکي.
۳: د فردي ګټو پرځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
۴: په داسې ډول ځان چمتو کړي چې د قومي سیاست ښکار نه شي، او د یو واحد نظام د جوړلو په برخه کې ځان څخه د سالم سیاسي ځواک په توګه استفاده وکړي.
۵: ملي درسونو, وطن سره مينه او ژمنتوب عام کړي.
وروستي