اوتیسم د رواني ناروغیو د ډولونو څخه هغه ډول دی چې پرې اخته شخص د خپلو ټولنیزو اړیکو په پراختیا او غیر کلامي رفتارونو د ثبات په برخه کې د ستونزې سره مخ کېږي، د اوتیسم د لغوي اړخه د دوو یوناني کلمو څخه ترکیب شوی کلمه ده چې یویې اوتوس او بل یې ایسم څخه عبارت دی د اوتوس کلمه بیا د ځان او د ایسم کلمه د ګرایش یا پالنې په مفهوم ژیاړل کېږي.
د اوتیسم ناروغی کله څرګندېږي؟
د اوتیسم ناروغي یو انساني او رواني ناروغي دی چې د عمر په هر پړاو کې د مهارتونو د نشتوالی او یاهم د عدم سازګاري څخه رامنځ ته شي خو مشخصآ د اوتیسم ناروغی د عمر د لومړنیو درېیو کلونو څخه وروسته څرګندېږي.
د اوتیسم او ایګویزم ترمنځ توپیر:
اوس که د واتیسم کلمې ته ځان پالنه و وایو نو دا تقریبآ د ایګویسم سره ورته مفهوم افاده کوي ځکه ایکویسم یا ایګو هم د ځان په محور راڅرخي.
خو د دې دواړ ترمنځ توپیر دادی چې په ایګو اخته کس یو ادعایي یا دعوا یي کس دی چې تل ځان غوره ګني، دا په داسې حالت کې چې د نورو سره په اړیکه کې وي، خو اوتیست یا پر اوتیسم/ اوتیزم اخته کس بیا ځان د نورو په پرتله پاتې ګڼي ځکه د انسان د مغز په قاعده کې د ټولنیزو اړیکو او ټولنیزې ودې برخې ته ځانګړی شوی برخه په داسې اشخاصو کې د عادي افرادو په يرتله کم وده کړی وي، یا هم صدمه یې لیدلی وي.
د اوتیسم لاملونه:
اوتیسم په ځینو مواردو کې ټولنیز او په یو شمیر نورو کې بیا ژنتیکي اړخ لري، د اوتیسم چاپیریالي لاملونه د ودې په لومړنیو کلونو کې مغز ته د فلزاتو، کلکو شیانو، حشراتو او ژوي( هغه حشرات چې اغېزې یې مستقیمآ په مغز وي) واکیسنونه او نور... دي خو په دې وروستیو کې د واکیسنونو مسأله د کمزورو دلایلو په لرلو سره د دې ناروغی د اخته کوونکو لاملونو له خوزې وځي.
د اوتیسم د ارثي یا ژنټیکي لامل په برخه کې داسې وبل کېږي چې د اوتیسم ناروغی ناروغي د ژنټیکي اختلالاتو او اسپرګر سندروم په واسطه رامنځ ته کېږي.
د واتیسم ناروغي د انسان د ټولنیزو اړیکو، کلامي او غیرکلامي اړیکو د ټینګښت او د علایقو د محدود والي به مخې مشخص کېږي، د اړیکو په برخه کې ویلی شو چې دا ډله افراد د خپلو همزولو په وړاندې کم کړنه او غبرګون ښئیی، دا راز د اړیکو په برخه کې پام نه معطوفوي یا تمرکز نه شي ساتلی په مشخصي پدیدې باندې په دوامداره توګه سترګې نه شي خښولی او د علایقو محدوالی له اړخه په ځان ځانی کې خوشاله او تکراري رفتارونه ترسره کوي.
د اوتیسم مخنیوی او درملنه:
لکه څرنګه چې په پورتنیو کرښو کې یادونه وشوه اوتیسم په نادرو مواردو کې د جنټیکي ګډوډیو له امله رامنځ ته کېږي، مګر ځینی وخت د دې لاملونو سربېره چاپیریالي لامل هم د دې ناروغی د ایجاد سبب ګرځی، دا هغه لاملونه دي چې د وقایوي اقداماتو په وسیله یې مخنیوی شونی ده، خو په کلی توګه لاتراوسه د اوتیسم د درملنې یوه مروجه او کارېدونکي لاره ناروغ کس سره ته توان ورکول یا هغه ته د کار د ترسراوی د فرصت او جرأت ورکول دي.
چې په دې برخه کې د ښه او غوره درملنې لپاره لاندې ټکو ته پام کول اړین دي.
۱: د ارواپوه او اعصابو رنځپوه لخوا ذ ماشوم یا اخته کس عمومي چک او کتنه.
۲: ګفتار درماني( د خبرو په واسطه درملنه) او کار درملنې څخه استفاده چې لومړنی لامل یې د ټولنیزې ودې او بب یې د علایقو او وړتیاوو د ودې لپاره پکار وړل کېږي.
۳: د مشاورې د جلساتو په واسطه د ماشوم درملنه او کلامي درملنه.
۴: د حسي حرکتونو تمرین.
۵: موسیقي درماني( یا د موسیقی په وسیله د ناروغ درملنه).
هغه لارې دي چې کولی شي د ناروغ د درملنې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
یادونه: د موضوع د هرې برخې په اړه بشپړ او تفصیلی ماولومات په نورو لیکنو کې.
وروستي