
روهي( پنځه نۍ/۳۰ د لړم )، د اتریش حکومت پریکړه کړې چې د براوناو په ښار کې د آدولف هټلر د زیږیدو ځای او کور د پولیسو په یوه مرکز بدل کړي. د دې پریکړې هدف د دې مخه نيول دي چې دا کور د نازيانو د يادون پر ځای بدل شي.
د اتريش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغه کور ته به له تغیراتو راوستلو وروسته د پولیسو سیمه ایزه قوماني او د براوناو ښار د پولیسو د تحقیق څانګه انتقال کړي چې آدولف هټلر په کې زیږیدلی دی.
د دې کور د شکل او بڼې د بدلولو له پاره د نومبر په میاشت کې د اورپا په کچه د معمارۍ یوه سیالي په لاره اچول شوې ده. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ نیمایي کې د کارپوهانو یو پلاوی د تر ټولو ښې وړاندیز شوې طرحې په باره کې تصميم ونیسي.
د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ پیشورن، وویل: په راتلونکي کې د پولیسو په وسیله له دې کور څخه د استفادې سره به له غلط فهمۍ څخه خلاص یو داسې پيغام واستول شي چې دغه ودانۍ به هیڅ کله هم د نازیانو د یادون په ځای بدله نه شي.