ترکیې پوځ سوریه کې د د وسلو یوه ستره زیرمه کشف شوه

روهي( پنځه نۍ/۳۰ د لړم )، د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د راس العین په سیمه کې د یو کور نه چې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو لخوا ترینه وسلو او مهماتو د فابریکې په توګه کار اخیستل کیده یو زیات شمیر وسلې او مهمات ونیول.
 
د سوریې په شمال کې د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې د پلټنې عملیات دوام لري.
 
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې " د راس العین په سیمه کې د پلټنو او عملیاتو په ترڅ کې د ترکیې کوماندو ځواکونو یو کور چې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرې ډلې لخوا ترینه د وسلو او مهماتو د جوړولو د فابریکړې به توګه کار اخیستل کیده کشف کړ. همداشان پدې کور کې یو زیات شمیر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.
 
پدې کور کې ۶۸۳ عدد راکټ لنچرې او ۹۳ په لاس جوړ شوي بمونه موندل شوي دي"