هند کې د مينې په دلیل د قتل د پيښو ګراف لوړ شوی

روهي( پنځّ نۍ/۳۰ د لړم )، هند کې د جرمي پيښو د ارقامو راټولونکې دولتي ادارې (یشنل کرایم ریکارډ بیورو) د نوي رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې د مينې په نتیجه کې د قتل او ناموسي وژنو په پيښو کې ۲۸ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

هند کې د جرمي پيښو په اړه د ارقامو راټولونکې دولتي ادارې «نیشنل کرایم ریکارډ بیورو» په حواله د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د قتل کلنۍ پيښې له ۳۶۲۰۲ څخه ۲۸۶۵۳ ته را ټيټې شوې دي.
 
د شخصي تاوتريخوالي له کبله د قتل په پيښو کې ۴ سلنه او د ځمکې او جایداد په شخړو کې د قتل په پيښو کې ۱۲ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. خو د مينې په معامله کې قتلونه ۲۸ سلنه زیات شوي دي.
 
د نوموړي رپوټ په حواله په تیرو ۱۶ کلونو کې د محبت په نوم د قتل ۴۴۴۱۲ پیښې، یعنې په کال کې په اوسط ډول ۲۷۷۶ پيښې رامنځته شوي دي. د محبت په نوم تر ټولو ډیر قتلونه د هند په اتر پردیش ایالت کې ثبت شوي، چې کلنی شمیر ۳۹۵ ته رسیږي. د محبت په نوم د قتل تر ټولو لږې پيښې په لویدیځ بنګال او کیرالا ایالتونو کې رامنځته شوي دي.