د سریلانکا ولسمشر خپل ورور د صدراعظم په توګه ټاکي

روهي(څلورنۍ/۲۹ د لړم)، د سریلانکا نوي منتخب ولسمشر"ګوتابایا راجاپاکسا" خپل ورور د خپل حکومت نوی صدراعظم اعلان کړ. مهیندا دوه دورې د سریلانکا ولسمشر پاتې شوی. دغو دواړو وروڼو په سرېلانکا کې د تامیل پړانګانو په ماتولو کې مهم رول لوبولی وو او همدا علت دی چې لا هم په خپلو خلکو ډیر ګران دي. تامیل پړانګان د حکومت پر ضد جنګېدل او ازادي یې غوښتله. نوي حکومت یو ویاند وویل چې ۷۴ کلن ولسمشر راجاپاکسا به د خپل کشر ورور مهیندا په لاس لوړه کوي. د صدراعظم په توګه د خپل ورور په ګمارلو سره د ډېرو په باور ولسمشر په واک باندې نورې هم منګولې ښخې کړي.