
روهي(څلورنۍ/۲۹ د لړم)، فرانسه کې ځايي چارواکي وايي، د دغې سیمې په ځنګله کې یوه مېندواره ښځه چې له خپلو تازي سپیو سره ګرځېده، سپیو داړلې او وژلې ده. د چارواکو په خبره د ۲۹ کلنې ایلیسا پیلارسکي مړی فیلیرز- کوټریټس نومي ښارګوټي ته نژدې موندل شوی دی. د څارنوال دفتر وايي، اغلې پیلارسکي چې د وژل کېدو پر مهال د نژدې شپږو میاشتو مېندواره وه، له پلازمېنې پاریسه نژدې اتیا کیلومتره لرې ځنګله کې قدم واهه چې خپل ملګري ته یې ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل، چې د سپیو یوه ډله پرې حمله کوي. په دې سپیو کې چې معاینات یې کېږي، د اغلې پیلارسکي خپل پنځه سپي هم شامل دي. د عدلي طب رپوټ ښيي چې اغلې پیلارسکي د سپیو له داړلو وروسته د ډېرې وینې بهیدو له کبله وژل شوې ده.