د اډولف هټلر خولۍ لیلام ته وړاندې شوې

روهي(څلورنۍ/۲۹ د لړم)، اروپا کې د یهودانو اتحادیې 'اې جې اي ' په جرمني کې پر هغه لیلامۍ نیوکې کړې چې د اډولف هټلر خولۍ او د هغه د ملګرې اېوار براون کالي پکې پلور ته وړاندې کېږي. د لیلامۍ ادارې مشر بیرنهارډ پاچیر ډي پي اي خبري اژانس ته وویل:زموږ ډېری مشتریان، موزیمونه، دولتي ادارې یا داسې کسان دي چې له دغسې توکو سره خورا ډېر احتیاط کوي. '' یل کېږي د هټلر ژوند لیک 'ماین کمپ 'یو ټوک چې پښتۍ یې په سپینو زرو کې نغښتې هم پلور ته وړاندې کېږي. د یهودانو ټولنې مشر ربي میناچیم جرمني سیاستوالو ته په یوه پرانیستي لیک کې کښلي چې دغه لیلامي به د هغو کسانو لپاره یو فرصت شي، چې 'له نازیانو سره خواږي لري، عقیدت ورته ښيي او ستاینه یې کوي. '' نوموړی وايي، ''دا غیر قانوني چاره نه ده، چې څوک د نازیانو اړوند توکي پلوري یا یې رانیسي، خو له اخلاقي پلوه دا سمه چاره نه ده. ''