فضل رحمان او طرفدارانو یې د حکومت پرضد د سړکونو بندولو ناستې ختمې کړې   

روهي( څلورنۍ/۲۹ د لړم )، د تحریک انصاف د حکومت پرضد د جمعيت علما اسلام ف او نورو مخالفو ګوندونو ګډې جوړې شوې مشرانو ويلي د اولسي تکليف له امله د لارو بندول پرېږدي او اوس به په ولسوالیو کې ناستې کوي.
 

د تحریک انصاف د حکومت پرضد مولانا فضل الرحمان په ۲۷م اکتوبر د کراچۍ نه اسلام اباد ته ازادي مارچ پېل کړی او په ۳۱م اکتوبر اسلام اباد ته د رسېدو وروسته یې هلته احتجاجي ناسته پېل کړې وه.
 
مولانا فضل الرحمان يوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې د ازادي مارچ د احتجاجي ناستې ختمولو او پلان (بي) اعلان کړی ؤ چې په ټولو صوبو او ضلعو کې به سړکونه بندوي او د دې لارې به خپل احتجاج ريکارډ کوي او د تحریک انصاف په حکومت به فشار اچوي چې عمران خان څخه استفعی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.