ترکیه کي ولي اوس ډیر انسانان ځانونه وژني؟

روهي( څلورنۍ/۲۹ د لړم)، ترکیه کي د ځان وژنې سلسلي پای نه تر سترګو کیږي. همدا تازه بیا درو کورنیو د زهرو په واسطه ځان وژنه کړې. اپوزیسون وايي چي اقتصادي بحران انسانان د مرګ پر لور بیايي. خو نور یې بیا دا یوازني علت نه بولي.
 
د استانبول د بارکیر کوئ، په ناحیه کي سهار وختي د پولیسو ماموریت: تیره جمعه (د نومبر میاشتي ۱۵ نیټه) هغوی د یوه اپارتمان دروازه خلاصوي. ګاونډیانو د دې دمخه د کیمیاوي بوی څخه اطلاع ورکړې وه، کوم چي له اپارتمان څخه د راوتو په حال کي وو.

پولیس په دغه کور کي درې جسدونه پیدا کوي. داسي چي یو ۳۸ کلن زرګر خپل ځان، خپله ښځه او شپږ کلن زوی د سیانید زهرجن ګاز په واسطه وژني، کوم چي اکثرأ په کانونو کي استعمالیږي. ویل کیږي چې دغه پلار چي خپل فامیل یې هم ورسره وواژه، تر دې مخکي اقتصادي مشکلات درلودل.
 
دغي پېښې د ترکیې عامه ذهنیت تر شوک لاندي راوستی، ځکه چي له دې سره موازي دوې نوري پيښي هم د استانبول په فاتي ناحیه کي رامنځته سوي وې. هغوی هم د سیانید زهرجن گاز په واسطه ځانونه وژلي ول. په هغو کي څلورو کسانون ځانونه وژلي ول، چي دوه یې نارینه او دوې یې ښځي وې.