
روهي( څلورنۍ/۲۹ د لړم )، د بښنې نړیواله ادراه د تایید شویو ویډګانو او پلټنو د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې وايي، ایران کې د تېلو بیې د لوړېدو او ګرانۍ په اعتراض کې له سلو ډېر کسان وژل شوي دي.
دې رپوټ کې راغلي چې د نومبر پر ۱۵ د مظاهرو پیلېدو راهیسې، د ایران ۲۱ ښارونو کې نږدې ۱۰۶ کسان وژل شوي.
دې نادولتي ادارې ویلي چې ځینې رپوټونه د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو خبره کوي.
خو تراوسه دې برخه کې ایران رسمي مالومات نه دي خپاره کړي.