
د خپلې ټولنې په ذوق به مو فکر کړی وي، دا به درته په ډاګه شوې وي، چې ټولنه مو څه خوښوي، څه شی ورته ډیر ارزښت لري، هغه کوم څه دي چې ټولنه ورسره منفي غبرګون ښيي او هغه کوم څه دي چې ټولنه یې مثبت ارزوي.
نو همداسې رسنۍ هم درواخله، يعنې په رسنیو کې هغه کومې نشرونې دي چې د ټولنې وګړي ورسره زیاته لیوالتیا لري، يا هم هغه کومې نشرونې دي چې ټولنه ورسره لیوالتیا نه ښيي، بلکې وګړي یې په اړه دا هڅه کوي چې، هغه څه چې ددوی په خوښه نه دي بیخي یې تر غوږو نشي.
دا او دې ورته ډېر مسائل شته چې کم څه مو ترې د بېلګې په ډول پورته ذکر کړل، چې د یوې رسنۍ په پرمختګ او وروسته پاته کېږدو کې ډېر رول لري.
د خپلو تجربو او پلټنو له مخې دلته څو خبرې ذکر کوم چې تطبیق او نه تطبیق یې یوه رسنۍ د پرمختګ او شاتګ لوري ته بیایي.
راځو لاندې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کوو، تر څو دا معلومه کړو چې څنګه یوه رسنۍ کولای شي په ټولنه کې نفوذ پیدا او پرمختګ وکړي؟
رسنۍ څنګه په ټولنه کې محبوبیت پیداکولای شي؟
دلته د منلو او نه منلو بحث ته راځو چې، په هغو کې ځینې شیان باید رسنۍ د ټولنې پر وړاندې ومني او ځینې شیان باید رسنۍ پر ټولنه ومني، تر څو یوه رسنۍ وکولای شي، په ټولنه کې باور ترلاسه کړي او خپله پالیسې پرې ومني.
ـ د رسنیو کارکوونکي باید د ټولنې هغه څه چې ټولنې ته زیات د ارزښت وړ او نه وړ دي درک کړي، ټولنه باید مطالعه کړي، کله چې ټولنه مطالعه شوه بیا که رسنۍ د ټولنې د ذوق مطابق خپرونې وکړي نو معلومه ده چې په ټولنه کې به ډېر محبوبیت ولري.
داسې نه چې د ټولنې کلتور او عنعنات یو ډول وي او د رسنۍ خپرونې بل ډول وي، چې بدبختانه دې نقطو ته په نه پام سره په افغانستان کې هم ډیری رسنۍ پردی کلتور او پردۍ پالیسي تطبیقوي.
څو نقطې يادوم چې رسنۍ او کارکونکي یې باید، د مسلکي ژورنالیستانو په حیث د ټولنې پر وړاندې ومني، تر څو د ښه رسالت او خدمت تر څنګ د باور وړ هم ښکاره شي.
لومړی: تر ټولو مهم څه مسلکي والی (ژورنالیزم څخه فارغ) ده، د یوې رسنۍ لپاره باید د ژورنالیزم په ټولو اوصولو پوره او باخبر خبریالان باید استخدام شي.
دویم: رسنۍ باید د ټولنې عقیدې، رواج او کلتور ته په کتو خپلې خپرونې وړاندې کړي.
درېیم: رسنۍ باید په ټولنه کې له سمتي، ژبني، قومي او... تعصبونو څخه ځان وساتي.
څلورم: د ولس غږ باید په ريښتینې او له مناسبې زاویې تر حکومت او دولت پورې ور ورسوي.
پنځم: دا چې زموږ او ستاسو ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو رسنۍ باید خپلې خپرونې د اسلامي قواعدو له چوکاټ سره برابرې او اسلامي مقدساتو ته په پوره درناوي سره پر مخ يوسي.
شپږم: هر هغه څه چې په ټولنه کې د وګړو د خوښۍ سبب کیږي او ستونزو ته هم پکې انعکاس ورکول کیږي؛ خبریالان یې باید د سالم چوکاټ په داخل کې ترسره کړي.
لکه په کلیو کې د بزګرانو سره د مرکو کولو، د ماشومانو څخه په درسي برخه کې د پوښتنو کولو، د قومي مشرانو څخه د قومي ستونزو په اړه پوښتلو او د حل په مورد یې د هلو ځلو کولواو... پر وخت او همدارنګه د رسنۍ څخه د نشراتو پر وخت باید د ژونالیزم اخلاق په نظر کې ونیول شي.
اووم: داچې زموږ او ستاسو په ټولنه کې بې تعلیمه وګړي هم شته، چې ډیری یې په کلیوالي سیمو کې دي؛ د هغوی لپاره باید رسنۍ د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتیب کړي. لکه د اسلامي معلوماتو برابرول، بزګرۍ یا مالداري ساتلو او یاهم د سبزیجاتو کرلو لارې چارې ښودل او...
اتم: رسنۍ باید د ټولنې ناخوښ پروګرامونه پر مخ یونسي، تر څو په ټولنه کې له بد نوم او بې باوري څخه وژغورل شي.
دا او دې ورته نور مسائل، هغه څه دي چې رسنۍ په ټولنه کې پرې خپل محبوبیت ساتلای او پیدا کولای شي.
ـ بل هغه څه چې رسنۍ یې باید پر ټولنه ومني، هغه د رسنۍ خپلې خپرونې دي چې یوه رسنۍ یې باید په داسې چوکاټ کې وړاندې کړي، چې په ټولنه کې یې نتیجه عملا ولیدل شي.
دا په دې معنا چې یوه رسنۍ که خبري، دیني،اصلاحۍ، روزنیزې، تفریحي او... خپرونې وړاندې کوي، نو له دې سره باید دا هم درک کړي چې، زموږ هڅې او کوښښونه چې په رسنیز دګر کې د ټولنې لپاره کیږي ، مثبته پایله لري او که نه!
په پای کې د رسنیز ډګر ټولو کارکوونکو ته د ښه رسالت او خدمت غوښتونکی یم.
د ښاد اباد او یو موټي افغانستان په هیله!