مینا چانګ په خپلو دروغو کې راګیر شوې،او له دندې یې استعفا ورکړه

روهي(درې نۍ/۲۸ د لړم)، ۳۵ کلنې مینا چانګ له هغو تورونو وروسته استعفا وکړه چې ویل کېږي، د دندې ورکول کېدو پر مهال یې د شخصي معلوماتو په پاڼه یا 'سې وې ' کې د خپلو زده کړو او مسلکي وړتیاو په هکله درواغ ویلي وو. مینا چانګ د بحران او بیا ټیکاو څانګه کې د مرستیالې سکرترې په توګه دنده درلوده. خو د دوشنبې پر ورځ په خپل استعفا لیک کې نوموړې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي. د این بي سي نیوز خبري شبکې په رپوټ کې تېره اوونۍ ویل شوي وو، اغلې چانګ خپلې تعلیمې لاسته راوړنې له حقیقته زیاتې یادې کړې او د خپلو خیریه کارونو په هکله یې مبالغه کړې ده. وموړې د ټایم مجلې یوه جعلي مخپاڼه چمتو کړې او خپل عکس یې پرې لګولی، د هوايي ایالت له پوهنتونه یې د یوه تعلیمي سند اخیستو یادونه کړې چې له سره شته نه