
روهي(درې نۍ/۲۸ د لړم)، سعودي عربستان سره تعلق لرونکي دوه خبریالان وایي حکومتي چارواکو د هغوي د مینې تعلق له دې کبله څرگند کړی دی چې په دغو کسانو کې یو د نړیوالو رسنیو سره کار کاوه. دغه دواړه خبریالان اوس په اسټرالیا کې د پناه په یو مرکز کې په توقیف کې دي. دغه خبریالان یو ٣٥ کلن او بل ۴٦ کلن دي.د اسټرالیا حکومت وایي چې هغوي د هر یو پناه غوښتونکي قضیې ته بیل بیل کتنه کوي او د تحقیقاتو پوره کولو نه وروسته به هغوي ته د پناه ورکولو او یا نه ورکولو پریکړه کوي. نیول شوي خبریال د توقیفخانې نه د رویټرز سره په ټيلفون په یوې مرکې کې وویل چې د سعودي دولتي امنیتي ادارې د هغوي کورنۍ د هغوي د مینې د تعلق په اړه خبر کړې. د یادونې وړ ده چې په سعودي عربستان کې همجنسبازي جنایت دی چې سزا یې مرگ ده.