
د شمالي کوريا او سويلي کوريا ترمنځ ( ۱۵) توپيرونه او د پوځي ځواک پرتله
ډاکټر نېک محمد ويال
شمالي کوريا او سويلي کوريا د کوريا په ټاپوزمه کې موقعيت لري. دغه دوه هېوادونه تر ۱۹۴۵ز کال پوري د کوريا ټاپوزمې په نوم او له هغې وړاندې د کوريا د امپراتورۍ په نوم يادېدل. خو د دويمې نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو سره د کوريا ټاپوزمه په شمالي کوريا او سويلي کوريا سره ووېشل شوه.
د يو شمېر نړيوالو سروې ګانو پر اساس د دغه دوه هېوادونو پوځي ځواک او نورې ځانګړنې او توپيرونه په لاندې ډول سره پرتله شوي دي.
۱- نړيواله درجه:
- سويلي کوريا په اوومه او شمالي کوريا په اتلسمه درجه کې ده.
۲- وګړي:
- د سويلي کوريا د وګړو شمېر د شمالي کوريا دوه برابره دی. سويلي کوريا نېږدې ۵۱ مېلېونه نفوس او شمالي کوريا نېږدې ۲۵ مېلېونه نفوس لري.
۳- انساني ځواک:
- د سويلي کوريا انساني ځواک يانې د کار وګړي ۲۵ مېلېونه او د شمالي کوريا ۱۳ مېلېونه دي.
۴- پوځي پرسونل:
- د شمالي کوريا پوځي انساني ځواک نېږدې يو مېلېون او دوه سوه زره دی په داسې حال کې چې د سويلي کوريا انساني پوځي ځواک شپږه سوه زره کسانو ته رسيږي.
۵- پوځي ټانکونه:
- سويلي کوريا دوه نيم زره او شمالي کوريا شپږ سوه زره پوځي ټانکونه لري.
۶- زغروال جګړيز ګاډي:
- په شمال کوريا کې د دغه ګاډو شمېر لس زره او په سویلي کوريا کې شااوخوا درې زرو ته رسيږي.
۷- خپله تلونکي توپونه:
- شمالي کوريا دغه ډول ۲۲۵۰ او سويلي کوريا ۲۱۴۰ توپونه لري.
۸- کش کېدونکي توپونه:
- شمالي کوريا ۳۴۰۰ او سويلي کوريا ۳۸۵۴ په نورو ګاډو پوري تړونکي توپونه لري.
۹- راکټونه:
- شمالي کوريا له سويلي کوريا په کې ډېره مخکې ده. د شمالي کوريا د راکټونو شمېر پوره پنځه زره او د سويلي کوريا شمېر يې ۲۱۵ ته رسيږي.
۱۰- الوتکې:
- سويلي کوريا ۱۶۱۴ او شمالي کوريا يوازې ۹۴۹ الوتکې په اختيار کې لري.
۱۱- جنګي جېټ الوتکې:
- د شمالي کوريا په هوايي پوځ کې يې شمېر ۴۵۸ او د سويلي کوريا په هوايي ځواک کې ۴۰۶ جنګي جېټ الوتکې په چوپړ بوختې دي.
۱۲- بريدکوونکې الوتکې:
- د شمالي کوریا هوايي پوځ کې بريدکوونکې جېټ الوتکې ۴۹۶ او سویلي کوريا ۴۶۶ دي.
۱۳- باروړنکې الوتکې:
- شمالي کوريا يوازې څلور خو بيا سويلي کوريا څلوېشت بار وړنکې الوتکې لري.
۱۴- تمريني الوتکې:
- سويلي کوريا ۳۰۱ او شمالي کوریا ۱۶۹ تمريني الوتکې لري.
۱۵- چورلکې:
- سويلي کوريا ۷۷۷ او بيا شمالي کوريا ۲۰۴ چورلکې لري.