
روهي( درې نۍ/۲۸ د لړم )، ایران کې د تېرو څو ورځو راپه دېخوا د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي، چې په کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ اخو ډب رامنځته شوی.
یاد هېواد کې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د تېرو څو ورځو لاریونونو په دوام ۹۰ کسان وژل شوي او یو شمېر لاریونوال د پولیسو له لوري نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د همدې هېواد مدني فعالان بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰۰ ښیي.
ایران کې دغه لاریونونه د تېلو په بیو کې د ۵۰ سلنه لوړوالي له امله رامنځته شوي دي، چې د لاریونونو پر مهال دغه هېواد کې د تېلو په یو شمېر زېرمو بریدونه هم شوي دي.