
روهي( درې نۍ/۲۸ د لړم )، د آلمان ولسمشر ويلي چي د بیان ازادي د نورو د توهین او کرکي خپرولو په مانا نه ده. هغه وويل چي د بيان د آزادۍ د حق څخه بايد ناوړه استفاده ونه سي او نه هم په دې سره د نورو بې احترامي وسي.
ولسمشر فرانک واټر شټاین مایر دغه خبري د پوهنتونونو د رییسانو د کلني کنفرانس پر مهال پرون په هامبورګ کي وکړې او اضافه یې کړه چي د « بیان له ازادۍ څخه حتی د نورو کسانو د جسماني حملو، صحت او ژوندانه د تهدیدولو په لار کي استفاده کیږي.» خو په خبره یې دا د بیان ازادي نه ده، «بلکي ژبنی خشونت دی، چي باید مخنیوی یې وشي او مجازات شي.» هغه وويل: »ځيني کسان د بیان د ازادۍ حق د دې حق سره تغیروي، چي نور کسان په بې پروایۍ سره تحقیر او بې احترامي یې وکړي.« هغه وويل چې دغه ډله کسان اصلأ د بیان ازادي تهدیدوي.
شټاین مایر همدارنګه وویل د ځینو کسانو دا احساس چي نور د خپل نظر او عقیدې د بیانولو اجازه نه لري، نو هغه د »ژبني خشونت، تبعیض، دښځو څخه نفرت، د همجنسبازانو او یا یهودانو سره دښمنۍ ته د حق په جانب توب په معنی نه دی.»