بل ګیټس یوځل بیا د نړۍ ترټولو بډایه سړی وشمېرل شو   

روهي( درې نۍ/۲۸ د لړم )، د دې میاشتې د نومبر په پیل کې ، خبرونه راپورته شول چې د نړۍ په کچه بډایه خلک د نړیوال سیاست د ګډوډۍ له امله په کال کې۵۰۰ ملیارده روپۍ له لاسه ورکوي.
 
په راپور کې دا ندي روښانه شوي چې ایا ترټولو بډایه خلک چې میلیاردونه یې له لاسه ورکړي په نړۍ کې ترټولو بډایه سړی جیف بز هم شامل دي.
 
په هرصورت ، اوس خبرونه رسیدلي چې د ایمیزون بنسټ ایښودونکی جیف بز خپله شتمني له لاسه ورکړې او نور د نړۍ ترټولو بډای شخص نه دی.
د څو اونیو لپاره جیف بز د نړۍ ترټولو شتمن سړی و چې د ۱۱۴ملیارد ډالرو په ارزښت شتمني لري ، مګر اوس د هغه شتمني ۱۰۹ ملیارد ډالرو ته راټیټه شوې.