
روهي(دوه نۍ/۲۷ د لړم)، د هانګ کانګ پولیس د پولېتخنیک پوهنتون محاصره کړی دی او له محصلینو سره په اخ او ډب اوښتي دي. پولیسو د خلکو پر ضد له اوښکي بهونکو ګازو څخه استفاده او هڅه یې وکړه چې ځيني کسان ونیسي. په هغې وېډیو کې چې د اسوشېټډ خبري آژانس خپره کړې، د پوهنتون رئیس تینګ جن ګوانګ له معترضینو نه غواړي چې په سوله ییز ډول د پوهنتون له انګړ څخه ووځي. د پوهنتون مشر ویلي که معترض له "زور" نه کار وانخلي پولیس به قوه ونه کاروي. په هانګ کانګ کې له پنځو میاشتو راپدې خوا د سیمه ییز حکومت پر ضد مظاهره روانه ده.