د ۲۲ کالو وړاندې ریکارډ

روهي(دوه نۍ/۲۷ د لړم)، د چټک تلونکي ګاډي جوړولو برتانوي شرکت بلډ هانډ (Bloodhound) داسې موټر جوړ کړی چې په یوه ساعت کې به زره مایله (۱۶۱۰ کیلومتره) واټن وهي. دا ګاډی د شنبې په ورځ په یوه دښته کې ازمایل شوی چې سرعت یا چټکتیا یې په یوه ساعت کې له ۶۰۰ مایلو اوښتی. دا د ګړندیو ګاډو په تاریخ کې لومړی موټر دی چې دومره تېز ځغلي. له دې وړاندې یوازې ۷ ډوله ګاډي جوړ شوي دي چې په یوه ساعت کې له ۶۰۰ مایلو کم مزل کوي. د بلډ هانډ د شرکت دغه لاسته راوړنه ځکه د یادولو وړ ده چې د جېټ الوتکې ماشین پکې لګېدلی او ډيزاین یې راکټ ګاډو ته ورته شوی دی. دغه ریکارډ ۲۲ کاله وړاندې د برتانوي شرکت (Thrust SSC) لخوا جوړ شوي ګاډي ټینګ کړی و. هغه وخت هم ریکارډ د چلوونکي انډي ګرین لخوا ټينګ شوی و، هغه پیلوټ چې د شنبې په ورځ یې د بلډ هانډ نوی ګاډی هم چلولی دی. دی وايي: