نړېوالې جنایي محکمې د جنګي جنایتونو په اړه شواهد موندلي

روهي(دوه نۍ/۲۷ د لړم)، د جنګي جایتونو په اړه د شواهدو موندلو وروسته نړیوالې جنايي محکمې ویلي، کېدای شي د دې ځواکونو پروړاندې د جنګي جنایت دوسیه پرانیځي. د بي بي‌ سي پانوراما خپرونې د دې خبرې ثبوتونه پیدا کړي چې د برتانیا دولت په عراق او افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ولسي خلکو پر وژنه پرده اچولې. نړیوالې جنايي محکمې ویلي، دغه موندنې به ډېرې جدي ونیسي. د برتانیا د دفاع چارو وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي. دې وزارت ویلي، په دې برخه کې یې له نړیوالې محکمې سره بشپړه همکاري کړې او په دې برخه کې د محکمې لخوا د لا نورې مداخلې لپاره توجیه نه ویني. د هالنډ په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې له خوا به دا لومړۍ رسمي څېړنه وي چې د برتانوي وګړو د جنګي جنایتونو په قضیه ترسره کیږي. عراق د تاریخي ادعاو ډله (IHAT) چې عراق کې د برتانوي ځواکونو "جنګي جنایتونه" څېړي، وايي، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي په بصره کې د کمپ سټېفن په نوم د برتانوي ځواکونو په پوځي مرکز کې د موسی له وژل کېدو درې میاشتې مخکې په پراخه کچه ناوړه چلند شوی دی.