دالبغدادي د کورنۍ څلور غړي په ترکیه کې نیول شوي

روهي( دوه نۍ/۲۷ د لړم )، د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي د کورنۍ د څلورو غړو په ګډون د دغې ډلې ۲۴ تنه غړي د ترکیي په څو ولایتونو کې نیول شوي دي. له دوی څخه ډېري په قیر ښار کې د ترکي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
 
د ترکيې د امنیتي ځواکونو له خوا په ترکیي او د سوریي په شمال کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د غړو د نیولو لړۍ دوام لري. د ترکیې لویې څارنوالۍ د دغو ۲۴ تنو د نیولو امر کړی وو.
 
په وروستیو عملیاتو کې چې په اردو، شانلی اورفا او سامسون ایالتونو کې ترسره شوي دي د داعش د نورو غړو ترڅنګ د ابوبکر البغدادي د کورنۍ څلور تنه هم نیول شوي دي.
 
په قیر شهر کې ۱۱، په سامسون کې ۵، په اردو کې۳ او په شانلي اروفا کې د داعش ډلې ۶ تنه غړي د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.