
ترکيه کوم ډول پوځي ځواک لري؟ د دغه هېواد پوځ ته لنډه کتنه
ډاکټر نېک محمد ويال
ترکيه چې رسمي نوم يې د ترکيې جمهوريت يا Republic of Turkey دی، transcontinental هېواد ورته وايي. transcontinental په دې مانا چې ترکيه په دوه لويو وچو، يانې اسيا او اروپا کې موقيعت لري. يونان، بلغاريا، ګرجستان، ارمنستان، ايران، سوريه، عراق او اذربايجان د ترکيې ګاونډ هېوادونه دي.
ترکيه د عثماني امپراتورۍ مرکز وو او اوس هم په نړۍ کې د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کيږي، چې د پرمختګ په حال کې دي او يا يې هم د پام وړ پرمختګ او وړاندې تګ کړی دی.
دلته په ۲۰۱۹ز کال کې د ترکيې د پوځ؛ يانې بحري، هوايي او ځمکني ځواکونو په اړه درته مالومات وړاندې کوو.
ځمکنی ځواک:
ترکيه د ۲۰۱۹ز کال د شمېرنو پر اساس اووه سوه زره پوځي ځواک لري او همدا ډول يې د سپما يا Reserve ځواک شمېر څلوره سوه زره دی دغه پوځيان په لوړ پوځي زده کړو او وسلو سمبال شوي دي. ۴۲۰۰ ټانکونه، لس زره زغروال ګاډي، ۱۰۳۱ خپله تلونکي توپونه، ۱۵۰۰ کش کېدونکي توپونه، ۹۱۱ کڼ راکټي سېستم يا Multiple Rocket System لري.
هوايي ځواک:
په هوايي ځواک کې ترکيه ۱۰۵۶ الوتکې لري، چې له دې جملې يې؛ ۲۸۷ جنګي جېټ الوتکې، ۴۴۵ باروړنکې الوتکې، ۲۸۷ برید کوونکې الوتکې او ۲۷۸ تمرين ورکوونکې الوتکې دي. همدا ډول د دغه هېواد په هوايي ځواک کې ۴۷۵ چورلکې شته دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې ۹۶ چورلکې بريدګرې چورلکې شمېرل شوې دي.
بحري ځواک:
اوس مهال ترکيه ۱۹۴ بحري بيړۍ لري. د دغه هېواد په بحري ځواک کې ۱۶ Frigate، دولس دانې Submarine، څلور دېرش ګزمه کوونکې او دولس دانې سترې کښتۍ دي.
د يادونې ده چې ترکيې په دې وروستيو وختونو کې له روسيې د اِس-۴۰۰ د توغنديو دفاعي سېسټم هم اخېستی دی، چې په دې کار سره يې د امريکا متحدو ايالتو غبرګون راپورته کړ.