امریکا متحده ایالتونو کې د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو وسله وال برید شوی دی

روهي( دوه نۍ/۲۷ د لړم )، د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې په وسله وال برید کې ۴ تنه وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
 
پیښه د کالیفورنیا ایالت د فرسنو په ښار کې رامنځته شوې ده .
 
د یاد شوي ښار پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي په یو بڼ کې د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو ډزې کړي دي.
 
په برید کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
برید د امریکا په ځايي وخت د ماښام په شپږو بجو رامنځته شوی دی.