
د سياسي اصطلاحاتو زده کړه: تعريف، توپير او کارونه (۲-برخه)
ډاکټر نېک محمد ويال
۵- ټلواله Allianced: د دوه او يا له دوه د ډېرو هېوادونو ترمنځ تړون چې د امنيتي، سیاسي، اقتصادي او نورو مسايلو په پار د کډ کار لپاره تر سره کيږي، ټلواله بلل کيږي. هېوادونه هغه وخت ټلوالې جوړوي چې د ملي ګتو پر وړاندې يې ګواښونه موجود وي او په يوازې ځان نه شي کولی د يادو ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د نړۍ په کچه ټلوالې يا اتحادونه په دوه ډول دي:
۱- رسمي؛
۲- غېر رسمي.
کله چې هېوادونه په رسمي ډول سره ائتلاف او ټلوالې جوړوې نو د تړونونو په لاسليک سره دغه کار تر سره کيږي، چې پر يو غړي بريد پر ټول غړو د بريد په مفهوم منل کيږي. د بېلګې په ډول ناټو د رسمي ټلوالو يوه بېلګه ده. غېرې رسمي ټلواله بيا پرته د کوم تړون د لاسليک منځ ته راځي. په غېرې رسمي تړونونو کې هېوادونه سره ژمنې کوي، پوځي همکاري کوي، استخباراتي مالومات شريک کوي او نور. د غېر رسمي تړون بېلګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې ناستې او غونډې شمېرلی شو.
۶- ګډوډي يا Anarchy: د انګليسي ژبې Anarchy کلمه د يوناني ژبې له anarkhos له کلمې ر اخېستل شوې ده، چې د تاوتريخوالي، ګډوډۍ، بشپړې بې نظمۍ، د قانون نشتوالي او د حاکم د نه موجوديت په مانا ده. د انساني تمدونونو وړاندې چې حکومت او دولت منځ ته نه وو راغلي ژوند په انارشېزم کې وو، او هر کله چې په هېوادونو کې کودتا او انقلاب کيږي، د شته نظامونو پر وړاندې بغاوتونه کيږي، نو د بې نظامۍ يادو حالتونو ته په سياسي اصطلاح کې انارکي، انارکېزم، انارشي او يا انارشېزم وايي.
په نړيوالو اړيکو کې بيا نظريه دا ده، چې د نړۍ موجوده فضا انارشي لرونکې ده. په دې اساس چې په نړيوال نظام کې يو ځواک شتون نه لري بلګې هر هېواد او دولت خپلواک دی چې دغه خپلواکۍ په نړيواله کچه انارشېزم ته لار برابره کړې ده. د هابز په نوم عالم وايي چې انسان پخوا په انارشيزم کې ژوند کولو چې دی ورته State of Nature وایي. ياد وضعيت کې د هېڅ انسان ژوند خوندي نه وو نو انسانان اړ شول چې خپل يو شمېر حقوق د بشپړ حاکم په لاس کې ورکړي، ترڅو د انارشېزم له حالت رابهر شي او خوندي ګډ ژوند وکړي.
۷- سياسي رشوت ورکول، ارامول يا Appeasement: دغه اصطلاح په بهرني سياست کې ډېره کارول کيږي. د يو تيري کوونکي هېواد د ځينو غوښتنو منل؛ په دې پار چې په تيري او جګړې لاس پوري نه کړي، Appeasement بلل کيږي. د دغه پالېسۍ يوه بېلګه د دويمې نړيوالې جګړې وړاندې د فرانسې، انګلستان او جرمني ترمنځ وه چې پايله يې هم منفي شوه. فرانسې او انګلستان د جرمن مشر ودلف هټلر يو شمېر غوښتنې ومنلې، امتيازونه يې ورکړل، خو پايله يې دا شوه چې هټلر لا غښتلی شو او پر دويمې نړيوالې جګړې يې لاس پوري کړ.
۸- د وسلو مهار Arms Control: نړۍ کې د وسلو د پراختيا د مخنيوي په پار هېوادونه د وسلو د نه توليد، نه استعمال او نه کارونې تړونونو ته سره دننه کيږي، چې Arms Control وايي. د وسلو د مهار تر ټولو پخوانۍ بېلګه له نن ۲۵۰۰ کالونه وړاندې د يونان د اتن او سپاراټا وګړو ترمنځ شوې وه. همدا ډول د انګلستان او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ په ۱۸۱۷ز کال کې د Rush Bagot Treaty د بحري وسلو د مخنيوي يو بل تړون وو. د Arms Control او Disarmament ترمنځ توپير شتون لري. Arms Control وسلې شتون لري خو نه کارول کيږي خو بيا په Disarmament کې شته وسلې ټوليږي.
په وروستيو کې د وسلو د مهار ځيني مهم تړونونه:
- ۱۹۲۵ز کال کې د جېنوا تړون (Geneva protocol)چې د ګازي او باکتريولوژيک وسلو د مخنيوي په پار د نړۍ د ۳۸ هېوادونو ترمنځ لاسليک شو.
- د سويلي قطب تړون يا Antractic Treaty: غه تړون په ۱۹۵۹ کې د ۱۲ هېوادونو ترمنځ په دې پار لاسليک شو، چې سویلي قطب يا انترکتيکا کې به وسلې نه ازمويل کيږي.
- د SALT تړون يا Strtegic Arms Limitation Talks يا د سټراټيژيکو وسلو د مخنيوي خبري. دغه تړون په ۱۹۷۲ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو او پخواني شوري يووالي ترمنځ په دې پار سره لاسليک شو، چې د بالسټيک ضد توغنديو د پراختيا او کارونې مخه ونېسي.
نور بيا..............