سپینه ماڼۍ: ټرمپ روغ رمټ دی

روهي( دوه نۍ/۲۷ د لړم )، د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ تېرې شنبې په ماسپښین ناڅاپي یو پوځي روغتون ته لاړ او د معایناتو وروسته مالومه شوه چې کومه ناروغي نه لري.
 
 
د سپېنې ماڼۍ ویاندې سټیفني گرېشم په یو بیان کې ویلي د ۲۰۱۲۰ مکال کې به ډېر زیات مصروفیت ولري، ولسمشر دلته په واشنګټن ډي سي کې دې وړیا اوونیز رخصتۍ نه ګټه اخلي او په والټر ریډ کې یې د کلنۍ بدني ازمویني ځینې برخې پېل کړي دي".
 

سټیفني گرېشم زیاته کړې هغه ښه روغتیا لري او دا د هغه د کلنۍ برخې په توګه د معمول بدني معاینه وه.
 
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ شاوخوا دوه ساعته او۱۵ دقیقې په روغتیایي مرکز کې تیر کړل.