
روهی(یوه ني/۲۶ د لړم)، د عراق په مرکز بغداد او ځینو نورو سیمو کې مظاهره کوونکو د پولیسو له لوري جوړ شوي او درول شوي خنډونه لېرې کړل او لویې مظاهرې یې وکړې> مظاهره کوونکو همدغه راز د بصرې ښار په سړکونو کې ټایرنه وسوځول او ماموران یې پرېنښودل چې د کار لپاره دفترنو ته ولاړ شي. دا مظاهرې د اکتوبر په ۳۰ پیل شوي دي او په مظاهرو کې په تاوتریخوالي کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دی. دوی د عراق د صدراعظم استعفا هم غواړي.