ولې تل د ستړتیا احساس کوو؟ د ټولې ورځ سخت کار کولو وروسته د ستومانۍ احساس یو طبیعي خبره ده،خو یوه خبره چې د پام وړ ده هغه دا ده چې مونږ کې ډېری کسان دي چې پرته له کارکولو څخه تل د ستړتیا او ستومانۍ احساس کوي او په اصل کې یوه ناروغۍ ده چې په بدن کې د ځینو موادو کمېدو نښه هم بلل کیږي. ۱ـ بشپړ خوب نه کول:۷ یا ۸ ساعته خوب کول د بلې ورځې ښه و تازه پیل لپاره اړینه ده او چې هرڅومره ژور خوب ولرې دا له ټولو ښه خبره ده. خو که خوب مو ارامه نه وي نو که ۱۰ یا ۱۲ ساعته خوب هم وکړې ګټه نه لري نو د ارامه خوب کولو لپاره ماحول مناسب چمتو کړې چې ښه خوب وکړې کني نو د ورځې په اوږدو کې به د ستومانۍ احساس کوئ. ۲ـ خپګان: ذهني ستړتیا یا خفګان مو د بې خوبۍ او نارامۍ لامل ګڼل کیږي .ځکه چې ذهني ستړتیا مو د بې خوبۍ او نارامۍ ستونزې سره مخ کوي او په پایله کې بدن مو ستومانۍ ښکاره شي. ۳ـ د زړه ناروغۍ: تل د خسته ګۍ احساس د زړه د ناروغۍ یوه نښه ده او په زیات مزل کولو یا پورته ختلو ،سخت کارکولو او نورو ورځنیو کارونو کې زر ستړې کېدل په زړه د فشار راتلو لامل کیږي او زړه ژرژر وینه پمپ کولی نه شي. ۴ـ مناسب خوراک نه کول: د بدن چست ساتلو لپاره غوره خواړه ته اړتیا ده.غوره خواړه هغه دي چې د بدن هر ډول اړتیاوې او انرژي پوره کړي. لیکنه: مریم صدیقي
وروستي