نواز شریف ته اجازه ورکړل شوه، چې د درملنې په موخههند ته لاړ شي   

روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، نواز شريف له تېرو څو مياشتو راهيسې د ګُردو، شکرې او د زړه ناروغۍ وړي، چې ګوند او کورنۍ یې د درملنې په موخه لندن ته د وړلو پرېکړه کړې.
 
حکومت له دوی څخه د نوموړي د بېرته راګرځولو په ضمانت اخېستو سره اجازه ورکړې ده.
 
د پاکستان د قانون وزير فروغ نسيم ويلي، نواز شریف د څلورو اونیو لپاره اجازه لري چې له هېواده بهر د درملنۍ په موخه لاړ شي او که چېرې یې روغتیايي وضعیت ښه نه وو، نو له سفارته به د نورې پاتې کېدنې لپاره غوښتنه کوي.