
روهي( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، د ملګرو ملتونو سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله خبر پاڼه کې ویلي، چې نړۍ کې په ۲۴ ثانیو کې یوتن په ترافیکي پیښه کې وژل کیږي.
دغه سازمان د ترافیکي پیښو د زیاتوالي لوی لامل د سړکونو خرابوالی بولي
د ملګرو ملتونو په خبره په زیاتره ترافيکي پېښو کې د ژوبلو او وژل کېدوونکو کسانو عمرونه له پنځو تر ۲۹ کلونو پورې وي.
دترانسپورټ وزارت د ترافیکو ملي اداره کې د ترافیکي پېښو د مسولینو په وینا د ۱۳۹۸کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۹۲ ترافیکي پیښې شوي چې، تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي.
د ترافیکو ملي ادارې د مالوماتو له مخې، د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لوی لاملونه خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډېر چټک مزل او پر ترانسپورټي شرکتونو د دولتي ادارو د څار نشتوالی دی.