عبدالقیوم رحیمي: صنعت او سوداګرۍ په برخه کې به د هیواد په کچه د هرات مرکزي رول بیرته را ژوندی کړي

روه( یوه نۍ/۲۶ د لړم )، هرات والي د سوداګرۍ وزارت څخه صنعتي پارک د پراختیا، لازیاتي پانګونې، او سوداګرۍ او صنعت سکتور د لاپیاوړتیا غوښتونکی شو.
 
هرات والي چې د هیواد د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي سره یې کابل کې د هغه د کار دفتر کې ولیدل د صنعتکارانو او ملي سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ او صنعت سکتور ملاتړ او لا پیاوړتیایې یې جدي او مهم وباله.
 

د هیواد د سوداګرۍ وزیر د ولایت مقام د اقتصادي طرحو څخه د هرکلي ترڅنک هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ وزارت او ولایت مقام په ګډه همکاری سره د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د هیواد په کچه د هرات مرکزي رول بیرته را ژوندی کړي.